ګالري

د ورځ مهمی خبری

د ورځ مهمی خبری

د ورځ مهمی خبری

د ورځ مهمی خبری

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د پسرلني نندارتون لومړۍ درې ورځې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د زرګونو کسانو د حضور شاهده وه. یوازې یوه ورځ پاتې ده، په دې نندارتون کې ګډون وکړئ او د خپلې خوښې محصولات وګورئ او وپېرئ!

د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو ترڅنګ د هېواد د غالۍ اوبدونکو په لاس اوبدل شوي غالۍ، د کابل په بادام باغ کې د هېواد د کرنيزو محصولاتو دېرشم نندارتون ته بل رنګ ورکړی دی.

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالداری محصولاتو له دېرشم نندارتون څخه د سمنګان ولایت غوره کرنیز محصولات و پېرئ. دغه نندارتون د غويي له ۱۲ څخه تر ۱۵ نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.

د کرنې وزارت له خوا د کابل په بادام باغ کې جوړ شوي د کرنیزو محصولاتو له نندارتون څخه د فراه ولایت په شنو خونو کې تولید شوي ډول ډول سابه ترلاسه کولای شئ.

د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ بسته بندي شوي بادام په انځورونو کې

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له دېرشم نندارتون څخه د فاریاب ولایت غوره کرنیز محصولات و پېرئ

د کرنیزو محصولاتو په دیرشم نندارتون کې د هېواد د بڼوالو پروسس شوي مېوې په انځورونو کې

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې د ګډون په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کارېدونکي عصري او پرمختللو وسایلو څخه لیدنه وکړئ

د کرنيزو محصولاتو په دېرشم نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو وچې مېوې په انځورونو کې

د نړۍ تر ټولو غوره زعفران؛ د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو په دېرشم نندارتو کې د افغانستان زعفران په انځورونو کې

زموږ په هېواد کې د شاتو مچیو روزنه او پالنه په بې ساري ډول وده کړې، نو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د تولید شویو شاتو په پېرلو سره چې د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي، د دې سکټور په لا پراختیا کې ونډه واخلئ.

د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د مالدارانو لبني محصولات په دیرشم نندارتون کی د انځور په ژبه؛ د کرنې ترڅنګ مالداري په افغانستان کې تر ټولو لوړ تولید لري

Pagination