ګالري

د کرنیزو محصولاتو په نهه ویشتم نندارتون کې د هېواد د چرګانو روزنې سکټور د کورنیو تولیداتو په پېرلو سره؛ ځان بسیاینې ته د دې سکټور د رسېدو کې ونډه واخلئ.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د لوی ریاست غرفه د مېوو او غلو دانو د بېلابېلو ډولونو په ښودلو سره د ډېرو نندارچیانو پام ځانته اړولی دی.

د کرنيزو محصولاتو په خزاني نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو وچې مېوې په انځورونو کې

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له نهه ویشتم نندارتون څخه د افغان مېرمنو له خوا چمتو شوي رُب او اچار و پېرئ.

د نړۍ تر ټولو غوره زعفران؛ د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو په نهه ویشتم نندارتو کې د افغانستان زعفران په انځورونو کې

زموږ په هېواد کې د شاتو مچیو روزنه او پالنه په بې ساري ډول وده کړې، نو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د تولید شویو شاتو په پېرلو سره چې د کرنیزو محصولاتو د خزانې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي، د دې سکټور په لا پراختیا کې ونډه واخلئ.

د کرنیزو محصولاتو په نهه ویشنم نندارتون کې د افغانستان د زیارکښو مېرمنو لاسي صنایع، په دې نندارتون کې په ګډون سره د خپلې خوښې صنایع و پېرئ.

د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د انځور په ژبه؛ په دې نندارتون کې ګډون وکړئ او د خپلې خوښې محصولات وپېرئ. دا نندارتون د تلې له ۲۶ مې نیټې څخه تر ۲۹ نیټې پورې د پیرودونکو پرمخ خلاص دی

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د انګورو د حاصل فصل. د قیصار انګور او ممیز ملي او نړیوال شهرت لري، چې د سیمې ګڼو هېوادونو ته یې ممیز صادرېږي

د غزني په ولایت کې د مڼو بڼونو د حاصلاتو زیاتوالي؛ په انځورونو کې

د هلمند په ولایت کې، په وروستیو کلونو کې جوړ شوې بڼونه په حاصل راغلي دي.

د ننګرهار کانال سیمه کې د غنمو کروندې په انځورونو کې

د ننګرهار کانال سیمه کې د څارویو خوراکي توکو چمتو کولو او راټولولو لړۍ د انځور په ژبه

با اشتراک در بیست و هشتمین نمایشگاه محصولات زراعتی از مدرن ترین وسایل زراعتی بازدید نماید.

د کرنې وزارت دکرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون کې، دکرنې او مالدارۍ محصولاتو ترڅنګ، د سوداګر له خوا د هېواد ډول ډول کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي؛ په دې نندارتون کې په ګډون کولو سره خپل د خوښې محصولات و پېرئ.

د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون کې د افغانستان د زیارکښو مېرمنو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

Pagination