‎پکتیا کې دمڼو ۲۵۰ جریبه بڼونه جوړېږي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۰:۳۸
‎پکتیا کې دمڼو ۲۵۰ جریبه بڼونه جوړېږي

 

‎د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د دې ولایت په سیدکرم او احمد ابا ولسواليو  کې ۲۵۰۰۰ زره د مڼو نیالګی پر ۵۰۰  تنو بزګرانو د مڼو بڼونو جوړولو په پار وویشل شول.
‎د یادو نیالګیو د وېش په مراسمو کې د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست د طبیعی سرچینو آمر ښاغلی زاهب الله ارسلا، د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئول ښاغلي محمد ابراهیم قادري، قومي مشرانو  او بزګرانو ګډون کړی وو.
‎د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئول ښاغلي محمد ابراهیم قادری په خپلو خبرو کې وویل، چې  د دی  بڼونو د جوړولو څخه یې موخه له کمې ځمکې د لوړ او باکیفیته حاصل اخیستنه ده، قادري زیاتوي چې دا  بڼونه د نوې ټکنالوژۍ یو ډول دی، چې د نورو  بڼونو په پرتله يې د تولید کچه څو برابره لوړه ده.
‎ښاغلی قادر زیاته کړه، چې د نیم جریب  بڼ د جوړولو لپاره هر بزګر ته  ۵۰  نیالګي، ورکول کېږي.
‎دپکتیا د کرنې ریاست د طبیعی سرچینو آمر د يادې پروژې مئسولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او له دوی څخه يې پکتیا ولایت ته د ځانکړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
‎غونډه بزګرانو ته د عملي زده کړو د ورکولو په موخه د یو بڼ د کېنولو او د نورو بڼونو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت