‎لوګر کې په ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۹:۵۹
‎لوګر کې په ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې

د لوګر ولایت مرکز په ګډون ددې ولایت د محمداغې او خروار ولسوالیو په ۲۰۰۰ اړمنو او بې سر پرسته کورنیو د خوړو نړیوالې ادارې  (WFP) په مالي ملاتړ او د بشري قواوو د پراختیا ادارې (HRDA)  په تخنیکي همکارۍ د کار په بدل کې د نغدې مرستې د شتمنیو جوړولو(Asset Creation) پروژې تر چتر لاندې ۲۰۰۰ ګټه اخیستونکو چې په کې ۱۸۰۰ نارینه او ۲۰۰ ښځینه اړمنو او بی سرپرسته کورنۍ شامل دي نغدې پیسې ووېشل شوې.
‎دغه مرسته د لوګر مرکز پل علم په ګډون ددې ولایت د محمدآغې او خروار ولسوالۍ په دوه زره اړمنو کورنیو وېشل شوي دي. د چارواکو په خبره دا میاشتنۍ نغدې مرستې دي، چې هر کس ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
‎د یادونې وړ ده، چې نوموړی پروژه له دوو سکتورونو دکرنی، اوبولګولو او مالداری ریاست او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت