‎لغمان کې د سټروسو د نویو بڼونو جوړولو لړۍ پیل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۰:۳۵
‎لغمان کې د سټروسو د نویو بڼونو جوړولو لړۍ پیل شو

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د خوړو خوندیتوب پروژې له لارې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جریبه لیمو بڼونو د جوړولو لړۍ رسماً پیل کړی دی.
‎د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وایي، چې ددې پروګرام په ترڅ کې د قرغیو په ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د لیمو ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
‎ښاغلی محسن وویل، چې بڼوالو ته به د یاد دفتر په مټ د بوټو د ساتنې او پالنې په برخه کې وخت په وخت روزنه او سلا مشورې ورکول کېږي. هغه زیاته کړه: «یاد بڼوال په ۱۲ ګروپونو (CIGs) ک تنظیم شوي دي. د ګروپونو د ایجاد موخه دا ده چې بڼوال څنګه وکولای شي خپلې ستونزې له یوبل سره شریک او د حل غوره لارې چارې ورته پیدا کړي.»
‎د لغمان دکرنې رییس دغه راز وویل، چې یادو بڼوالو ته به راتلونکې کال کې د بڼوالۍ د تخنیکي کارونو د پرمخ بیولو لپاره یو لړ لازم او ضروري توکي هم ووېشل شي.
‎د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې له لارې د قرغه یې ولسوالی ۴۰۰ بې وزله او بې بضاعته کورنیو ته ۱۲ زره چرګان او ۱۲۰ ټنه د چرګانو دانه، دانه خوري او اب خوري هم وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت