‎د ځنګلونو د پري کولو د مخنیوي په پار هلې ځلې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۰:۵۲
‎د ځنګلونو د پري کولو د مخنیوي په پار هلې ځلې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي او د ځنګلي سیمو د پراختیا په پار هلې ځلې چټکي کړي دي.
‎ددغو هلو ځلو په دوام د کرنې وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم د ننګرهار د کرنې ریاست په مقر کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د قومي مشرانو سره د ځنګلونو د قطع کولو او د شنو لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه وکتل.
‎په دې کتنه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل:«ځنګلونه زموږ ملي شتمني ده او ساتل يې پر موږ لازمي دي. د افغانستان اسلامي امارات د دغه ملي شتمنۍ په ساتنه کې هوډ کړئ او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې ځنګلونه پرې او لرګې يې قاچاق کړي.
‎مولوی صدراعظم قومي مشرانو ته د ځنګلونو او ټالونو څخه د وچو لرګیو د ایستلو اجازه هم ورکړه، خو د تازه ونو وهل او لرګې قاچاق کول په کلکه بند کړه او زیاته يې کړه چې عاملین به یې د قانون منګلو ته وسپارل شي او قانونې چلند به ورسره کېږي. 
‎وروسته د ننګرهار د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد او د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم او دغه راز د لغمان د کرنې اداری رییس مولوی محمد ولي محسن هم په خپلو خبرو کې د ځنګلونو په اهمیت رڼا واچوله او زیاته يې کړل، چې ځنګلونه زموږ د ښه چاپېریال زمانت کوي او همدا ځنګلونه او شنې بوټې دي، چې انسانانو ته اکسیجن برابروي، نو باید خپل چاپېریال شین وساتو او د ځنګلونو او شنو بوټو د وهلو څخه ډډه وکړو.
‎په اخیر کې د ټولو قومي مشرانو څخه ژمنه هم واخیستل شو چې هیڅوک نشي کولاي شنه لرګې خرڅ کړي او یا يې بل ځای ته انتقال کړي او یا هم په ځنګل کې شنې ونې قطع کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت