‎دکابل په بګرامی کې د چرګانو روزنې فارم د بیارغونې په پار غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۹:۶
‎دکابل په بګرامی کې د چرګانو روزنې فارم د بیارغونې په پار غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د کابل ولایت دبګرامی په ولسوالی کې د کرنې وزارت اړوند د چرګانو روزنې فارم د بیارغونې په پار غونډه دائره شوه.
‎په دې غونډه کې، دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د محکمې د پرېکړې پراساس د فارم د بېرته ترلاسه کولو هدایت ورکړ او له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې دکرنې وزارت د شرایطو اونورمونو پراساس دې د بګرامی دچرګانو روزنې فارم بیا ورغوي.
‎دا فارم د حامد کرزي د حکومت پر مهال یو خصوصي شرکت ته سپارل شوې وه، چې احیا او ترې ګټه پوته کړي، خو یاد شرکت ونتوانېدل چې ټاکلي معیارونه پوره کړي او محکه له شرکت څخه د یاد فارم د بېرته اخېستلو پرېکړه صادر کړ.
‎د بګرامي د چرګانو روزنې فارم د محمدظاهر شاه د حکومت پرمهال د چین هېواد له خوا جوړه شوې وه، چې د سیمې په کچه یې غوښه او هګۍ تولیدول.
‎په یاده غونډه کې دکرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست او د کرنیزو زېربناو ریاستونو چارواکو شتون درلود، چې په غونډه کې پرېکړه وشوه، ترڅو په یاده برخه کې دې ځانګړې کمېټې وټاکل شي، ترڅو لنډ راپور یې ترتیب او مالي او اداري مرستیال ته وړاندې شي.

‎جلسه‌ای به منظور احیای فارم  مرغداری در بگرامی کابل برگزار شد 

‎ جلسه به منظور احیا و بازسازی فارم مرغداری مربوطه به وزارت زاعت واقع در بگرامی ولایت کابل به ریاست مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری  وزارت زراعت برگزار شد.
‎در این جلسه معین مالی و اداری وزارت زراعت  در مورد تسلیم گیری فارم متذکره مطابق به فیصله محمکه هدایت داده و از مسوولین خواست که مطابق به شرایط و نورم‌های این وزارت فارم مرغداری بگرامی را احیا نمایند.
‎ این فارم  در زمان حکومت حامد کرزی به یک شرکت خصوصی سپرده شده بود که آن  را احیا کرده و از آن استفاده کند اما شرکت متذکره معیار‌های تعین شده را تطبیق کرده نتوانست و محکمه فیصله بر باز پس گیری فارم از شرکت متذکره صادر کرد. 
‎فارم مرغداری بگرامی کابل در زمان حکومت محمد ظاهر شاه توسط کشور چین ساخته شده بود و به سطح منطقه تولیدات گوشتی و تخمی داشت.
‎در جلسه متذکره مسوولان ریاست‌ عمومی مالداری و صحت حیوانی  و ریاست‌های اداری و زیربنا زراعتی اشتراک داشتند که در آن فیصله شد تا کمیته‌های کاری مشخص در این بخش توظیف گردد و گزارش مختصر را ترتیب و به معین مالی و اداری اراییه گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت