کونړ کې یوشمېر کروندګرو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
کونړ کې یوشمېر کروندګرو سره مرسته وشوه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د د بشري او ټولنیزو همکاریو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت ۱۰۰ کروندګرو سره د ژمنیو کېټونو مرسته وکړه.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو کروندګرو د یادو ادارو په همکارۍ ژمني کېټونه وېشل شوي دي، چې موخه یې د بېوزله کروندګرو ملاتړ او د دوی ستونزې هوارول دي.
په همدې حال کې له دغو مرستو برخمن شوي کروندګرو دکونړ دکرنې ریاست او همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې ته رسېدنه کوي او په ورته وخت کې د نورو همکاریو غوښتنه یې هم وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت