کونړ کې په عصري بڼه د شولو کرکېلي په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د شولې د عصري کرکېلي دودولو په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د کتار په بڼه د شولې عصري کرکېلي، د ننداریزو کروندو جوړول، د تخم انتخاب، د مالګي محلول جوړول، د قوریې جوړول، د قوریې لپاره د ځمکې اندازه او تخم محاسبه، په پشتو باندې د تخم شیندنه، په قوریه کې د اوبو او ناروغیو کنټرول لارې چارې ښودل شوي دي.