کونړ کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۱۸
به شماری از دهقانان در کنر، گندم اصلاح‌شده‌ی بذری و کود کیمیایی توزیع می‌شود

۹ لیندۍ ۱۳۹۹
دکونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې ولایت په درېوو ولسوالیو «شیګل، وټه پور او نورګل» کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
د کونړ ولایت د کرنې چارسمبال رییس نجیب الله عادل وویل، چې دغه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته د شیګل، وټه پور او نورګل ولسوالیو پر دوه زره بزګرانو سره وېشل کیږي، چې تر دې دمه د شیګل او نورګل ولسوالیو پر ۱۴۰۰ بزګرانو ۱۴۰ ټنه کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د ښاغلي عادل په خبره په دې لړۍ کې د یادو ولسوالیو پر دوه زره بزګرانو د غنمو ۱۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰ ټنه کیمیاوي سرې وېشل کیږي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت