کونړ کې پر سلګونو مالدارانو د حیواني خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۵
کونړ کې پر سلګونو مالدارانو د حیواني خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ایټالویانو «نه انلوس» دفتر په مالي ملاتړ سره د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې پر ۸۶ اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.
د یادې پروسې د وېش په مراسمو کې د کونړ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د مالدارۍ آمر سید احمدګل هېوادمل، د پلان عمومي مدیر موسی نورزی، تخنکي مشاور سید حفيظ الله سیدی، د وترنرۍ او مالدارۍ بخش عمومي مدیرانو او د ریاست اړونده بخش مسلکي کارمندانو، د کونړ ولایتي مسؤل ډاکټر رضوان الله، د ایټالویانو د ختیځ زون دفتر مسؤلینو مالدارانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې دکونړ د کرنې رییس مولوي محمد سرور صادق مالدارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایټالویانو موسسې څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مرسته به د مرکز اسعداباد ولسوالۍ په سطحه پر ٨٦ مستحقو مالدارانو ووېشل شي او ترڅنګ به یې په نورګل، منوره او شلتن ولسوالیو کې د یاد پروګرام له مخې به ۴۰۰ نورو مالدارانو ته هم توزیع شي، چې هر مالدار ته به ۱۰۰کیلو ګرامه حیواني خوراکه په وړیا ډول ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او پر خپلو پښو درول دي، ترڅو د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي او د مالدارۍ سکتور لا پیاوړی شي.
ورپسې د ایټالویانو موسسې استازی ډاکټر رضوان الله نظیفي وویل، چې د دې مرستندویه پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د هغوی د مالدارۍ دوام تضمینول دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ایټالویانو موسسې د کونړ دکرنې ریاست سره په ګډه همغږۍ څه موده وړاندې د همدې پروژې له لارې کونډو، یتیمو او بې وزلو کورنیو سره د غواګانو، وزو وېش او القاح په برخه کې مختلف النوعه فعالیتونه ترسره کړي دي او هڅه کوي، څو په راتلونکي کې هم ورته اغېزمنې مرستې د کونړ مالدارانو لپاره برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت