کونړ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سکتوري غونډه؛ پر لا ښې همغږۍ او دوامدارو پروژو ټینګار وشو
۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د اړوندو آمریتونو د آمرینو، عمومي مدیرانو، غیر دولتي مؤسسو او شرکتونو د مسؤلینو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه، چې پکې د کرنې، مالدارۍ، خوړو خوندیتوب، اوبو مدیریت او د اقلیم بدلون په برخو کې د ترسره شویو او راتلونکو فعالیتونو په اړه بحث او د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
د غونډې په پیل کې د کونړ دکرنې ریاست د کرنیزو خدماتو آمر الحاج محمدالله فاروقي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سکتوري غونډو پر اهمیت یې خبرې وکړې. نوموړي د سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو له دوامدار او فعال ګډون څخه مننه وکړه او د هغوی فعالیتونه یې وستایل.
فاروقي وویل، هڅه کېږي، چې کونړ ولایت ته اوږدمهاله او دوامدارې پروژې راجلبې شي، څو د سیمې د خلکو لپاره د اوږدې مودې لپاره د کار او معیشت زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه چې د دغو موخو ترلاسه کول د ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ، ګډ کار، صداقت او اخلاص له لارې شوني دي او ټول مسؤلین باید خپلې دندې په بشپړ صداقت ترسره کړي، څو د ولس لپاره لا ښه او اغېزمن خدمت وړاندې شي.
په غونډه کې د سکتوري ادارو مسؤلینو د ټاکل شوې اجنډا له مخې خپل راپورونه، ترسره شوي فعالیتونه او اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
په همدې لړ کې د افغانستان د کلیو د بیا ودانولو مؤسسې (RRAA) د پروژې مدیر انجنیر عبدالسلام هلالي د کرنیزو چارو آمریت او د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا آمریت تر چتر لاندې د دغې مؤسسې د دوو روانو پروژو د ترسره شویو او راتلونکو فعالیتونو په اړه هر اړخیز تخنیکي پریزنټېشن وړاندې کړ.
نوموړي وویل، (RRAA) په کونړ ولایت کې په یو شمېر ولسوالیو کې د معیشت، خوړو خوندیتوب، اوبو مدیریت، اقلیم بدلون، کرنې او مالدارۍ په برخو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي او تمه ده چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به په اړوندو ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته او د بزګرانو د ژوند کچه لوړه شي.
همداراز د ګډونوالو مؤسسو استازو د زمري میاشتې اړوند د خپلو ترسره شویو فعالیتونو راپورونه، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه له غونډې سره شریک کړل او د پروژو د لا ښه پلي کېدو لپاره یې د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په دې سکتوري غونډه کې د افغان ښځو د فقر پر وړاندې د مبارزې مؤسسې (PAPWO)، د افغانستان لپاره هالنډ کمېټې (DCA)، د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې (Save the Children)، د افغانستان د کلیو د بیا ودانولو مؤسسې (RRAA)، CDSACO، د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) او ACTED استازو ګډون کړی و.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبرۍ د ټولو ګډونوالو له فعال او دوامدار ګډون څخه مننه وکړه او د ادارو ترمنځ یې د لا پیاوړې همغږۍ او ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د کونړ ریاست د رهبرۍ له لوري د غونډې پایلې وارزول شوې او ناسته مثبته وبلل شوه. غونډه د اسلامي نظام د دوام، د هېواد د ابادۍ او د ولس د هوساینې لپاره په دعاء سره پای ته ورسېده.
