کونړ کې د کتار په بڼه د شولې کرکېله د بزګرانو حاصلات د پام وړ زیات کړي دي

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۲۲
کونړ

۶ زمری ۱۴۰۰
شولې یا وریجې د افغانستان له اړینو کرنیزو محصولاتو څخه دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړې ډول د افغانستان په شمالي او ختيځو ولایتونو کې په پراخه کچه کرل کېږي.
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شولو کروندې درې زره او ۵۱۹ هکټارو ته رسېږي، چې د کتار په بڼه یې کرکېله حاصلات ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېر کړي دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شولې عصري کرکېلي په پار هرکال د شولې ننداریزې کروندې جوړېږي، چې په یادو کروندو کې بزګرانو ته د شولې د عصري کرکېلي په پار روزنه ورکول کېږي.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د شولو کروندې او حاصلات، «کرنیز تناوب» ته په کتو هرکال بدلون کوي.
د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په دې ولایت کې بزګرانو ته د کتار په ډول د شولې ننداریزې قطعې جوړول هم د شولې د محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.
یاد ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړ شوي دي. کوم بزګران چې په خپلو کروندو کې د کتار په ډول د شولې کرکېله کوي وایي، چې د کتار په ډول د شولې کرکېله د دوی د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۴۰ سلنه زیاته کړې ده.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ننګرها دره نور کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګلابو ۲۰ پروسیس کوونکو سره د اړینو وسایلو مرسته وشوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالی کې د ګلابو د پروسیس د دود پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ارزښت لوړولو او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون پرانیستل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون، د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې، د. . .

بازگشت