کونړ کې د پيازو او کچالو ۸۰ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل
۹ مرغومې ۱۳۹۹
د کونړ ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولايت کې د کرنيزو محصولاتو مديريت د طرحې په اډانه کې، د پيازو او کچالو د ۸۰ صفردرجې زېرمتونونو رغنيزې چارې بشپړ او کټې اخيستنې ته وسپارل شول.
چارواکي وايي، چې هره زېرمتون د ۱۸ ټنو ظرفیت لري او په جوړېدو سره یې بزګران کولی شي، خپل کرنيز محصولات خوندي او د بازار اړتیا ته په کتلو خپل محصولات وپلوري.