کونړکې د سویابینو کرکیلې ترویج په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۱۲
کونړکې د سویابینو کرکیلې ترویج په پار هڅې

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «RRAA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نورګل ولسوالی پر ۲۵۰ بزګرانو د سویابینو تخمونه، کیمیاوي سرې او د سویابنو کروندو خوندي کولو په پار کرنیز درمل وېشل شوي دي.
د یاد پروګرام په ترڅ کې ګټه اخیستونکو بزګرو ته د سویابینو د اقتصادي، طبیعي او غذایي ارزښت ترڅنګ، د کرلو، اوبو لګولو، د سرو استعمال اوخشاوې په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د کونړ د کرنې ریاست هڅه کوي، چې کونړ کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دا لړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري، د کورنیو د روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت