کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي دي
۱۳ سلواغه ۱۳۹۹
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د تولید زیاتوالي او په دې برخه کې د ځان بسیاینې په پار یې خپلې کړنې د خصوصي سکتور په همکارۍ چټکې کړي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ترڅنګ یې د ارغنداب، ډنډ ، دامان، پنجوایي او ژېړۍ ولسوالیو کې بزګرو ته ۷۸۶ بابه شنې خونې جوړې شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دغه شنې خونې د خصوصي سکتور او د کرنې وزارت له خوا په ګڼو برخو کې جوړې شوي دي، تر څو په بېلابېلو وختونو کې له دې لارې د حاصلاتو کچه لوړه او د هېوادولو اړتیاوې راکمې کړي.
ددغو شنوخونود جوړولو موخه په موسمي ډول د کرنیز توکو زیاتول، په بېلابېلو وختونو کې د حاصلاتو راټولول، په کم وخت کې د زیاتو کرنیزو پېداور تولید او د کروندګرو د عوایدو کچه لوړول دي تر څو له دې لارې خپله کرنه پیاوړي او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.