کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار په نېش، لوړ میوند او کښته میوند ولسوالیو کې د انګورو او انځرو  ۳۵ ننداریز بڼونه پر ۳۵ جریبه ځمکه جوړ او بېوزلو بزګرانو ته وسپارل شول.
د سولې بنسټ مؤسسې چارواکي وایي، په دغو بڼونو کې ۱۱ بڼونه د لوړ میوند او ۱۱ بڼونه د کښته میوند ولسوالۍ کې د انګورو لپاره جوړ شوي دي، او ترڅنګ یې ۱۳ بڼونه د کندهار په لېرې پرته نېش ولسوالی کې د انځرو لپاره په معیاري او نوي طریقې سره جوړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، بڼوالو ته د بڼونو تر سپارلو وړاندې د بڼ لپاره د مناسب ځای ټاکل، د بڼ د نقشې جوړول، د نیالګیو وېش، د ټرېلېس په سیستم د بڼونو جوړول او نورې تخنیکي چارې ترسره شوي دي. همدارنګه راتلونکي کې به هم بڼوالو ته اړینې تخنیکي مشورې ورکول کېږي.
د یادو بڼونو د جوړولو موخه د بېوزلو بڼوالو ملاتړ، د نمونې په ډول د بڼوالۍ دودول، د حاصلاتو زیاتوالی، د ښه کیفیت لرونکو مېوو تولید، د ټرېلېس سیستم بڼونو ته د بزګرانو هڅول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د میوند او نېش ولسوالیو کې د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ په موخه ۱۰ شنې خونې جوړې او د ګټې اخیستنې لپاره بزګرانو ته سپارل شوې وې.


در قندهار برای شماری از باغداران باغ‌های نمایشی ایجاد شد
۱۷ کب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی مؤسسه بنیاد صلح «آراوپی»، ۳۵ باغ نمایشی انگور و انجیر در ولسوالی‌های نیش، میوند علیا و میوند سفلی قندهار بر ۳۵ جریب زمین ایجاد و به باغداران نیازمند سپرده شد.
مسئولان مؤسسه بنیاد صلح می‌گویند که از میان این باغ‌ها، ۱۱باغ در ولسوالی میوند علیا و ۱۱ باغ در ولسوالی میوند سفلی برای کشت انگور ایجاد شده است و همچنان ۱۳ باغ دیگر برای انجیر در ولسوالی دوردست نیش قندهار به گونه معیاری و با استفاده از روش‌های جدید ایجاد گردیده است.
به گفته مسئولان، پیش از سپردن باغ‌ها به باغداران، انتخاب محل مناسب برای باغ، طراحی نقشه باغ، توزیع نهال‌ها، ایجاد باغ‌ها با سیستم تریلیس و سایر امور تخنیکی انجام شده است. همچنان در آینده نیز مشوره‌های تخنیکی لازم برای باغداران ارائه خواهد شد.
هدف از ایجاد این باغ‌ها حمایت از باغداران نیازمند، ترویج بڼوالی به گونه نمونه‌ای، افزایش حاصلات، تولید میوه‌های باکیفیت، تشویق باغداران به استفاده از سیستم تریلیس در باغ‌ها و بهبود وضعیت اقتصادی باغداران عنوان شده است.
قابل یادآوری است که چند ماه پیش نیز به تلاش ریاست زراعت قندهار و همکاری تخنیکی مؤسسه بنیاد صلح، ۱۰ سبزخانه در ولسوالی‌های میوند و نیش به منظور حمایت اقتصادی از دهقانان ایجاد و برای بهره‌برداری به آنان سپرده شده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت