کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۳
کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اکټېډ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی ۱۰۰۰بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې لپاره کيمياوي سره ورکول کېږي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دیاد ولایت په ارغنداب ولسوالی کې ۱۰۰۰ کروندګرو ته د کیمیاوي سرو د ویش لړۍ پیل شوې ده، چې له مخې يې هر بزګر ته۲۵ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره د بڼونو د ښې ودې او ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شي. 
تر دې وړاندې هم د کندهار دکرنې ریاست د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ ددې ولایت له کروندګرو او بڼوالو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته کړې وه او بزګرانو ته يې د کښت او کروندې په اړه د بېلابېلو تخنيکونو روزنه هم ورکړې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت