کندهار کې کرنیزو پورونو ته د ښځو د لاس رسي په تړاو د همغږۍ غونډه

naim.rezai
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۶:۳۷
کندهار کې کرنیزو پورونو ته د ښځو د لاس رسي په تړاو د همغږۍ غونډه

د کندهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورنو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، چې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارواکو، د یوشمېر خصوصي بانکونو او ادارو چارواکو، یوشمېر ښځینه متشبثینو او اړوندو چارواکو برخه اخیستې وو.
د کندهار د کرنې ریاست وویل: «دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي.»
په دې غونډه کې د کندهار د کرنې ریاست له خوا د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
ددې غونډې په ترڅ کې د بانکونو مسولینو د پریزټیشن په بڼه د پورونو د ورکړې په تړاو هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت