کندهار کې پر ۵۰۰ کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۳:۳۸
کندهار کې پر ۵۰۰ کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي ووېشل شوې

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
 دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکټېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په ۶،۷،۸ ناحیو کې پر ۵۰۰ کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي او  د سبو تخمونه وېشلي دي.
د یادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته د کورنیو باغچو لپاره د سبو اته ډوله تخمونه او ترڅنګ یې کرنیز توکي ورکړل شوي دي.
نوموړو کورنیو ته همدارنګه  د سبو د ښې روزنې  په برخه کې زده کړې هم ورکول کېږي. 
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، مېرمنو ته په کور دننه د کار زمینه برابرول، په دې ولایت کې د کورنیو باغچو دودول او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب تامينول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت