کندهار کې پر سلګونه جریبه ځمکه د چهارمغزو بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴۹
کندهار کې پر سلګونه جریبه ځمکه د چهارمغزو بڼونه جوړېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجه له لارې، د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ او د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د معروف ولسوالۍ په ۲۳۴ جریبه ځمکه د ۴۹۲ زره افغانیو په ارزښت د چهارمغز بڼونه جوړېږي.
د دغو بڼونو جوړېدو لپاره شپږ زره د چهارمغز نیالګي ۵۲ بزګرانو ته ځانګړي شوي، چې هر بزګر ته به د ۴.۵ جریبه ځمکې پر مساحت یو بڼ جوړ شي. د یادو بڼونو د جوړېدو چارې به په نږدې راتلونکو اونیو کې پیل شي، چې له مخې به د معروف ولسوالۍ ۵۲ بزګرانو ته به د چهارمغز بڼونه جوړ شي.
د دغو بڼونو د جوړېدو موخه د معروف ولسوالۍ بزګرانو ته د بڼوالۍ اسانتیاوې برابرول، د بېوزلو بزګرانو مالي ملاتړ، د چهارمغز مېوې ته پراختیا ورکول، د بزګرانو اقتصادي وده، او همدارنګه د کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د مېوه لرونکو بڼونو د ودې او پراختیا لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي دي. د همدې لړۍ په دوام، د کندهار پنجوایي ولسوالۍ کې هم ۵۷ بزګرانو ته د املوکو او پلمو بڼونه جوړېږي، چې چارې یې دا مهال په چټکۍ روانې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت