کندهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۲:۴۵
کندهار کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د  کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې او «ډبلیو،اچ،او» په مالي او د «اکټېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۳۶ زره او ۹۰ کروندګرو د سروې چارې پیل شوي دي.
دیادې پروسې په لړ کې د کندهار په ۱۹ ولسوالیو کې ۳۶ زره او ۹۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي. د چارواکو په خبره د یادې سروې چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې د بزګرانو د سروې چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوې، چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت