کندهار کې له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۳۴
کندهار کې له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ریاست اړوند له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه، دکندهارد کرنې رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ دائره شوه.
د‌ غونډې په پيل کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپور او راتلونکې پلانونه واورېدل، دوی د همکارو مؤسسو له چارواکو وغوښتل، چې همغږۍ، دوه اړخيزې همکارۍ، د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو، اطاعت، د لارښوونو تعقيب او ټولو سيمو لاسرسی ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلی مظلوم د همکارو مؤسسو چارواکو ته وویل، چې په راتلونکې کې باید خپل فعالیتونه دکندهار ولایت لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې پلي کړي، باید دقیقه سروې ووشي، چې مستحق کسان په ګوته او مرسته ورسره ووشي او د ټولو کړنو راپور دې دکرنې ریاست سره شریک شي.
ښاغلی مظلوم د همکارو مؤسسو هغه فعالیتونه چې د ۱۴۰۲  کال د تلې په میاشت کې یې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عدالت او شفافيت په نظر کي نيولو سره ترسره کړي دي د زړه له کومې مننه وکړه او هم یې په راتلونکې د کندهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د چکډمونو، استنادی دېوالونو، د اوبولګولو څاڅکي سیسټم، د انجې بوټې ترویج، د خاورې لابراتوار په برخه کې د کارکوونکو روزنه، مالدارۍ په برخه کې د لابراټوار توکي پېرل، د مصنوعي القاع یو باب استیشن جوړول او حیواني خوراکي توکي اماده کول او نورو ډېرو فعالیتونو د پیل غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د کندهار دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت