کندهار کې سلګونه طوطیان قرنطین شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۰:۳۸
کندهار کې سلګونه طوطیان قرنطین شو

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست د مالدارۍ امریت له لورې ۶۶۷ طوطیان قرنطین شوي دي.
د چاراکو په خبره ددې کار موخه د څارویو او الوتونکو د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی دی، ترڅو د واردت شوي طوطیانو څخه نور الوتونکي او یا څاروي اغېزمن نشي.
 یاد طوطیان د پاکستان لاهور ښار څخه د سپین بولدک فرضې کرښې له لارې په ټرانزیټې ډول کندهار ته انتقال شوي، چې د یادو طوطیانو مسؤلینو غوښتل د افغانستان له لارې کویټ هېواد ته یې ولېږدوي. 
 همداراز یادو طوطیانو مسؤلینو ته به د درېیو ورځو په لړ کې د څارویو د معایناتو ته په کتو سره روغتیا یي سټفکېټ هم ورکول کېږي.
 په کندهار کې د څارویو سوداګر او شرکتونه هوسۍ، بیزوګاني، اوښ مارغه او دې ته ورته څاروي راوړي چې د قرنطین دورې او  معایناتو وروسته ورته د صحۍ سرټیفکیټ جوړېږي، ترڅو نورو هېوادونو ته یې انتقال کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د قاچاقې غوښو،هګیو، څارویو او خوارکي کې د پام وړ پاملرنه کړي او هیچاته ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې هېواد ته بې کیفیته یاد توکي وارد کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت