کندهار کې د کبانو فارمونو مسوولینو سره مرستې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۲۴
کندهار کې د کبانو فارمونو مسوولینو سره مرستې وشوې

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (DAI) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په صنعتي پارک کې پر کب روزونکو د کبانو خوراکي توکي وېشلي دي.
دکندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم وایي، چې ددې مرستې په ترڅ کې ۱۵۲ فارم لرونکو سره مرستې وشوې چې هر فارم لرونکی ته د کبانو ۲۴ کڅوړه خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د ښاغلي مظلوم په خبره یادې مرستې په دې ولایت کې د کبانو پر کیفیت او کمیت مثبتې اغیزې وکړي او کب روزنکي به ترې ښه ګټه پورته کړي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کبانو ۱۷۵۰ حوضونه شتون لري، چې سږکال یې په تولید کې تر ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت