کندهار کې د چرګانو له فارمو څخه لیدنه اوڅارنه وشوه
۱۴ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، دمالدارۍ او حیوانې روغتیا امریت کارکوونکو له لوري په دې ولایت کې د خصوصي سکتور اړوند د چرګانو له فارمونو لیدنه او ارزونه ترسره شوه.
دیادې څارنې پر مهال د نوموړو فارمو مسؤلینو او کارکؤنکو ته د چاپېریال پاک ساتلو، حفظ الصحې مراعتولو، د چرګانو د ناروغیو مخنیوی، د مناسبې خوراکې ورکولواو ګڼو نورو برخو کې لازمې لارښؤنې وشوې.
دیادولو وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست سره دا مهال لسګونه بابه د چرګانو فارمونه ثبت دي، ددې ترڅنګ په ډېر شمېر نور فارمونه هم په دې ولایت کې شتون لري، چې هغه به هم تر سروې وروسته ثبت شي.