کندهار کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۳:۳۴
کندهار کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده


۱ غویی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخیږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره هګۍ تولیدوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.
دمګړۍ د هېواد په کچه د چرګانو د غوښې دتولید په پار اته زره او ۷۰۰ فارمونه فعالیت لري. د ارزونې له مخې افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره مټریک ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري، چې ۲۱۹ زره مټریک ټنه یې، چې نږدې ۸۰ سلنه کیږي د ننه په هېواد کې تولیدیږي. 
باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید ۷۰ فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوی او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت