کندهار کې د څه باندې ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵ شنې خونې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۰:۳
کندهار کې د څه باندې ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵ شنې خونې جوړېږي

۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایې بودیجي له لاري، د یو خصوصې ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ لاندې د کندهار میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوائې ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ شنې خونې جوړېږي. چې هره خونه به د ۱۸۴ زره افغانیو په ارزښت جوړه شي.
د کندهار د کرنیزو چارو آمریت د مېوو او سبو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وایې؛ چې د یادو شنوخونو له ډلې به ۸ په کښته میوند، ۷ په لوړ میوند، ۵ په ژړۍ، ۵ په ډنډ، ۵ دامان او ۵ په پنجوایي ولسوالیو کې جوړي شي. چې هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالي او ۶ متره پراخوالي ولري، چې ترڅنګ به یې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره سیستم جوړ شي، چې یاد د اوبو سیستم به د ۱۲۰۰ لیټره اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د یادو شنو خونو  د جوړولو موخه بدیل معیشت یا د کوکنارو بدیل کرکېله، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده او پراختیا ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوي اقتصادي وضیعت پیاوړي کول او بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوې اوونۍ وړاندې هم د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د ۸ شنو خونو جوړېدو چارې پیل شوې وې، چې موخه یې د کوکنارو بدیل لپاره د بزګرانو ملاتړ او په ټولو موسمونو کې تازه سبو ته د خلکو لاس رسی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت