کندهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۱:۹
کندهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
کندهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کندهار دکرنې رييس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د کندهار دکرنې رییس او د کمېټې مشر الحاج مولوی فضل الباري فضلي وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د غورک ولسوالی د سریاس کلي د اوسیدونکو د ستونزو، د غورک ولسوالی د اوبو بند دسیمې ځمکې، د غورک او خاکریز ولسوالۍ د موضوع، د سپین بولدک ولسوالی د ښاروالی او خلکو ترمنځ موضوع او د سپین بولدک ولسوالی د باشمول کلي د موضوع په هله خبرې اترې وشوې
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.
بايد وويل شي، چې د کندهار ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤل روح الله مومند او نورو چارواکو د نیالګیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست؛ څېړنیزو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په اړوندو څېړنیزو فارمونو کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

بازگشت