کندهار کې د پلم ونو ترویج په پار پر یوشمېر بڼوالو نیالګې ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۴۴
کندهار کې د پلم ونو ترویج په پار پر یوشمېر بڼوالو نیالګې ووېشل شوه

۲۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو په همکارۍ په دې ولایت کې د پلم ونو د ترویج په پآر پر یوشمېر بڼوالو د پلم او ګرنګیچ نیالګي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې له لارې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالی کې پر ۵۲ بزګرانو د پلم او ګرنګیچ اصلاح شوي نیالګي او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دغه نیالګي په دې ولایت کې د پلم ونو د ترویج، د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا په موخه پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت