کندهار کې د ټرایلس انګور بڼونه بریالي ثابت شوي او د بڼوالو لېوالتیا ورته زیاته شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۵
کندهار کې د ټرایلس انګور بڼونه بریالي ثابت شوي او د بڼوالو لېوالتیا ورته زیاته شوې

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د نشه‌یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان یو ان او ډي سي په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، یو کال وړاندې د انګورو د فلزي پایو لرونکي بڼونه د ټرایلس «نندارې او پراختیا» په موخه جوړ کړل، چې اوس یې د ودې پایلې مثبتې ثابتې شوي او ګڼ شمېر بڼوال یې د جوړښت په برخه کې لیوال کړي دي.
یاد بڼونه د کندهار په پنځو ولسوالیو کې جوړ شوي، چې شمېر یې ۴۴ ته رسېږي. له دغو بڼونو څخه ۱۸ په پنجوايي، ۱۰ په دامان، ۶ په میوند، ۵ په ژړۍ او ۵ نور په ډنډ ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا بڼونه اوس د حاصل کول پړاو ته رسېدلي، چې د ښې ودې، حاصل خېزۍ او د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت له امله د بڼوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
ښاخبري ته د مناسبې فضا برابرول، د تنې ودې ته مناسب شرایط لرل، د ناروغیو او آفتونو کنټرول اسانول، د فنګسي ناروغیو څخه خوندي پاتې کېدل، باد او هوا په آزاده توګه پکې جریان لرل، د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او بارانونو پر وړاندې مقاومت لرل او تر ټولو مهمه دا چې فلزي پايې لرل، چې کلونه دوام کوي او خرابېږي نه، د یادو ټرایلس بڼونو مهمې ځانګړتیاوې دي.
د هالنډ کمېټه اوس هم د کندهار د کرنې ریاست په همغږۍ له یادو بڼوالو سره د بڼونو د ښه روزنې او حاصل لوړونې په موخه عملي او نظري روزنې ترسره کوي. مسؤلین هیله لري چې دا بریالۍ تجربه به د نورو بڼوالو ترمنځ هم پراخه شي او د راتلونکي لپاره د انګورو د اغېزناکو بڼونو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت