کندهار کې د ولسوالیو د مالدارانو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۳۵
کندهار کې د ولسوالیو د مالدارانو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت ددې ولایت د مالدارانو د ستونزو هوارولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پار د خپلو هلو ځلو په دوام د کندهار ولایت د ولسوالیو د مالدارانو له یوشمېر استازو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې، ننګونې او ړاندیزونه واورېدل.
ددې غونډې په ترڅ کې د فارمونو د ثبت او راجستر، په مرکز او ولسوالیو کې د څارویو د واکسینونو پر پلي کولو، د مالدارانو شېدو ته بازار موندنه، په بازار کې د مچو شېدو مخنیوی او یوشمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په ورته وخت کې د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت چارواکو له فارم لرونکو وغوښتل، چې خپل فارمونه ثبت او راجستر کړي، ترڅو د کرنې ریاست او همکار مؤسسو له خوا له دوی سره مرستې وشي.
د کندهار دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د مالدارۍ فارمونو تر ثبت او راجستر وروسته د ازادې سیالۍ له لارې دوی ته ټولنې رامنځته کړي، ترڅو له دې لارې د دوی محصولاتو ته بازارموندنه او ستونزو ته یې رسېدنه ووشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت