کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې څه باندې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۰
کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې څه باندې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۱۷ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۴۸۵ پسونه، ۵۵۱۹ وزګړي او ۷۲ غوایي شامل دي. له دې ډلې،۹ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې څه باندې ۱۱۶۴ څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۰
Background image

د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر ولایتي مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د کندز دکرنې رییس د افغانستان د ټولنیزپیاوړتیا مؤسسې مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد دخپل کار په دفتر کې د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې د کندز ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

در ارزگان برای ۲۵۰ دهقان سیستم عصری آبیاری قطره‌ای فعال شد تا در صرفه‌جویی آب و افزایش حاصلات باغ‌ها کمک کند

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی خاص ارزگان ولایت ارزگان، به منظور عصری‌سازی زراعت و صرفه‌جویی در مصرف آب، سیستم عصری آبیاری قطره‌ای در باغ‌های ۲۵۰. . .

بازگشت