کندهار کې د موسمي اوبو مدیریت په پار ١٩ چکډمونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۳۹
کندهار کې د موسمي اوبو مدیریت په پار ١٩ چکډمونه جوړېږي

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت په ١٩ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه ١٩ چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو چارې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې  د کښته شاولیکوټ ولسوالی د جرګې له سیمې څخه پیل شو. 
د کندهار د کرنې رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د یادو چکډمونو پر اهمیت خبرې وکړې او  له خلکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د یادو چکډمونو په ساتلو کي پوره همکاري وکړي.
 ښاغلي فضلي وویل، چې یاد چکډمونه به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزې ورسره حل شي.
ټاکل شوې، چې د پاتو چکډمونو رغنیزې چارې په ډېر ژر پیل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د کندهار ولایت د ١٩ ولسوالیو لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت