کندهار کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۰:۵۹
کندهار کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د کندهار ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي له څو ورځو را په دې خوا د کندهار ولایت په مرکز او ددې ولایت د ډنډ، دامان، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړئ دی.
ټاکل شوې، چې د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي او ترڅنګ یې بزګرانو او بڼوالو ته د ملخانو د مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي ملخان له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به خوندي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت