کندهار کې د لمپي سکین، خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغۍ د مخنیوي وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۰
4

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې د لمپي سکین ناروغۍ، او د کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین پیل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت د معلوماتو له مخې، په دغه کمپاین کې به د ښورابک او ریګستان ولسوالیو پرته، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۲۱۸ زره لوی څاروي د لمپي سکین ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
همداراز، د کندهار په اتو ولسوالیو کې به شاوخوا ۱۸۰ زره لوی او واړه څاروي د خارجي پرازیتونو پر وړاندې وقایوي درملنه او واکسین شي او د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره به د کندهار ښار او اړوندو سیمو کې د شاوخوا ۵ زره غواوو فارمونو دواپاشي ترسره شي.
د مالدارۍ آمریت د معلوماتو له مخې، د دغه کمپاین موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د احتمالي ناروغیو پر وړاندې د وقایوي تدابیرو پیاوړتیا، د مالدارۍ سکتور سالمه وده، د څارویو د مړینې د کچې راټیټول، له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخنیوی او د چاپېریال حفظ‌الصحې ته پاملرنه ده.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت وایي، ټاکل شوې چې په راتلونکو څو اوونیو کې د طبق ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم یو بل وقایوي کمپاین پیل شي، چې په ترڅ کې به لسګونه زره لوی څاروي د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي، چې د څارویو د ناروغیو پر وړاندې وقایوي اقدامات نه یوازې د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مرسته کوي، بلکې د مالدارانو د اقتصادي زیانونو په کمولو او د عامې روغتیا په خوندیتوب کې هم مهم رول لري.
د څارویو روغتیا د مالدارۍ سکتور د ودې او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د څارویو د ساري او پرازیتي ناروغیو د مخنیوي لپاره پر وخت واکسین، درملنه او وقایوي اقدامات کولی شي د څارویو د ناروغیو او مړینې کچه راکمه او له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخه ونیسي.


آغاز کمپاین وقایوی جلوگیری از بیماری لمپی اسکین، انگل‌های خارجی و کانگو در کندهار
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت سازمان ملل متحد «اف‌اُی» (FAO)، کمپاین وقایوی جلوگیری از بیماری لمپی اسکین در شهر کندهار و ۱۷ ولسوالی، و کمپاین وقایوی جلوگیری از انگل‌های خارجی و بیماری کانگو در شهر کندهار و هشت ولسوالی این ولایت آغاز شد.
براساس معلومات آمریت مالداری ریاست زراعت کندهار، در این کمپاین، به استثنای ولسوالی‌های شورابک و ریگستان، حدود ۲۱۸ هزار رأس مواشی بزرگ در تمامی ولسوالی‌های کندهار در برابر بیماری لمپی اسکین واکسین خواهند شد.
همچنان، در هشت ولسوالی کندهار حدود ۱۸۰ هزار رأس مواشی بزرگ و کوچک در برابر انگل‌های خارجی تحت درمان وقایوی قرار گرفته و واکسین خواهند شد و به‌منظور جلوگیری از بیماری کانگو، در شهر کندهار و مناطق مربوط، حدود ۵ هزار فارم گاوداری دواپاشی خواهند شد.
براساس معلومات آمریت مالداری، هدف از راه‌اندازی این کمپاین، حمایت اقتصادی از مالداران، تقویت اقدامات وقایوی در برابر بیماری‌های احتمالی حیوانات، رشد سالم سکتور مالداری، کاهش میزان تلفات حیوانات، جلوگیری از انتقال بیماری‌ها از حیوانات به انسان‌ها و توجه به حفظ‌الصحه محیط زیست عنوان شده است.
آمریت مالداری ریاست زراعت کندهار می‌گوید که قرار است در چند هفته آینده، یک کمپاین وقایوی دیگر برای جلوگیری از بیماری طبقه نیز آغاز شود که در جریان آن، ده‌ها هزار رأس مواشی بزرگ در برابر این بیماری واکسین خواهند شد.
مسؤولان ریاست زراعت کندهار تأکید می‌کنند که اقدامات وقایوی در برابر بیماری‌های حیوانات، افزون بر کمک به حفظ سلامت حیوانات، در کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران و حفاظت از صحت عامه نیز نقش مهم دارد.
سلامت حیوانات در رشد سکتور مالداری و تقویت وضعیت اقتصادی مالداران نقش مهم دارد. واکسیناسیون به‌موقع، درمان و اقدامات وقایوی برای جلوگیری از بیماری‌های ساری و انگلی حیوانات می‌تواند میزان ابتلا و مرگ‌ومیر حیوانات را کاهش داده و از انتقال بیماری‌ها از حیوانات به انسان‌ها جلوگیری کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۶:۱۳
Background image

ننګرهار کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول

۳۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

بازگشت