کندهار کې د غنمو پېرلو او زېرمه کولو لړۍ رسماً پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۳۱
کندهار کې د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو بهیر په رسمي ډول پیل شو، چې د پرانستې مراسم د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ ترسره شول. په دې مراسمو کې د کندهار ولایت د مقام استازي، کابل څخه راغلي پلاوي او ځینو نورو مسوولینو ګډون کړی و.

کندهار کې د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو بهیر په رسمي ډول پیل شو، چې د پرانستې مراسم د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ ترسره شول. په دې مراسمو کې د کندهار ولایت د مقام استازي، کابل څخه راغلي پلاوي او ځینو نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په دې پرانست غونډه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، په ځانګړي ډول د بزګرانو د هوساینې او پرمختګ لپاره ځانګړې پاملرنه لري. فضلي وویل چې په کندهار کې د پنځه زره او ۱۰ ټنه غنمو پېرلو پروسه پیل شوې، چې ټاکلی او منظم نرخ لري. یاد غنم به په ځانګړو زېرمه خونو کې ساتل کېږي، ترڅو په اړینو او بحراني حالاتو کې د خلکو خوراکي اړتیاوې پوره کړي. نوموړي یادونه وکړه چې دغه بهیر د بزګرانو لپاره بازار برابروي او د هېواد خوراکي اړتیاوې په کور دننه پوره کوي، ترڅو خلکو ته د خوړو خوندیتوب تضمین شي.
د کندهار بزګران له دې بهیر څخه خوښ دي او د افغانستان اسلامي امارت د دې اقدام هرکلی کوي، چې له دې لارې به د هغوی غنم په مناسب قیمت واخېستل شي او د هېواد په ځان بسیاینې کې به ونډه واخلي.
د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو بهیر په افغانستان کې د ځان بسیاینې او د خوراکي توکو خوندیتوب لپاره مهم اقدام بلل کېږي، چې د بزګرانو او خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې اساسي ونډه لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت