کندهار کې د عشر راټولولو په پارله عاشرانو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۶

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د دې ولایت د ۱۳ ولسوالیو د لویومدیرانو او عاشرانو سره د عشر راټولولو د څرنګوالي په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه.
د یادې غونډې په پیل کې لومړي الحاج مولوی فضل الباري فضلي صاحب ټولو راغلو مدیرانو او عاشرانو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی له راتګ څخه یې مننه وکړل. وروسته یې زیاته کړه موږ او تاسو ټول د عشر راټولولو مسؤلیت لرو. هر ډول چې د عالیقدر امرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله حکم وې موږ یې تطبیقونکې یو. او هر حکم ته یې لبیک وایو.
ښاغلی فضلي دغه راز وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د جوماتونو امامانو سره په  راتلونکې کې د عشر په بدل کې همکاري وکړي او هغه جوماتونه چې امام ونه لري ټول عشر به ۱.۱.۱ ته ورکوي. چې په  وروستیو یې د ولسوالیو څخه راغلو مدیرانو او عاشرانو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
د یادې غونډې په وروستیو کې د ولسوالیو مدیرانو او عاشرانو په شفاف ډول د عشر راټولولو وعده ورکړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د کندهار خاکریز کې د طاعون او چیچک پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو 

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیټې په مالي مرسته ددې ولایت د خاکریز په ولسوالی کې د طاعون او چیچک ناروغۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د کندهار غورک کې مالدارانو ته اړینې چوپړتیاوې وړاندې کېږي

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه د هالنډ کمیټي له لورې یوه میاشت مخکې د کندهار غورک ولسوالی د څارویو روغتیا او ستونزو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
پکتیکا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د تخنیکيی پلاوی کفیل او د عدلیې رییس. . .

بازگشت