کندهار کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شوه

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۲۷
کندهار کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د سوداګرۍ او صنعت او د مالیې وزارتونه او دغه راز د صادراتو په چارو کې د ولسمشر د سلاکارۍ دفتر، په ګډه د جمهوري ریاست د حُکم پر اساس، د لومړي ځل لپاره د کندهار په ولایت کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل.
یاد مرکز د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۰مه، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید، د مالیې وزارت مرستیال عالم شاه‌ ابراهیمي او د کندهار والي روح‌الله خانزاده له خوا رسماً پرانیستل شوه.
حشمت الله غفوري وایي، چې یاد مرکز د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په پار جوړه شوې ده. د ښاغلي غفوري په خبره، د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی اقلام کرنیز محصولات دي، او په کندهار کې د یاد مرکز جوړېدل کولی شي، چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د لړۍ په ښه والي کې ډېرې مرستې وکړي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: «سوداګرو او صادروونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار اړتیا دا وه، چې ټول هغه شعبات، چې صادراتي اسناد یې طی مراحل کول، تر یوه چتر لاندې راشي. اوس دا شعبات د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې تر یوه چتر لاندې راغلي دي.»
حشمت الله غفوري په ټینګار سره وویل، تر دې وروسته اړتیا نشته چې سوداګر د خپلو اړوندو صادراتي محصولاتو د طی مراحل کولو په پار مختلفو ادارو ته مراجعه وکړي او خپل وخت ضایع کړي.
دغه راز د کندهار والي روح‌الله خانزاده، هم د یاد مرکز په پرانیست غونډه کې وویل، چې په کندهار کي د سوېل لوېدیځې حوزې په کچه د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز په پرانیستلو سره به د کندهار او ددې زون په سوداګرۍ او صادراتو کي په پراخه کچه زیاتوالی راشي او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.
 ښاغلی خانزاده وویل، ددې مرکز پرانیستل، د سوداګرو د صادراتو پروسه چټکوي، د فساد مخنیوی کوي او کاغذ‌پراني له منځه وړي.
په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني هم په خپلو څرګندونو کي وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او زیاته یې کړه، چې په همدې موخه یې په ځانګړې لارښوونې سره د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز د لومړي ځل لپاره په کندهار کي پرانیست، چې په دې سره به د کندهار او سوېل لوېدیځې حوزې د ټولو سوداګرو هغه ستونزې، چي په صادراتو کي یې درلودې له منځه ولاړي شي.
ښاغلی غوریاني زیاته کړه، له دې وروسته دې ته ورته نور مرکزونه به هم د هېواد په نورو زونونو کي پرانیزي، چې په ترسره کېدو سره به یې هېواد کې سوداګري په پراخه کچه پرمختګ وکړي.
په ورته وخت کې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز جوړول د هغو سوداګرو د هڅو پایله وبلله، چې کلونه ـ کلونه یې د هېواد په هر ډول حالاتو کي افغاني تولیدات نړیوالو بازارونو ته رسولي دي.
ښاغلی سعید وویل، چې د کورنیو محصولاتو د صادراتو لړۍ د ښه والي په پار حکومت نورې اسانتیاوې هم برابروي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کندهار خاکریز کې د ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادرارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۳
Background image

لغمان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوراک او کرنې نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د اکشن ایډ مؤسسې له خوا د مرکز مهترلام په ۱۴ ښځینه بزګر ګروپونو د سبزیجاتو او مېوو. . .

بازگشت