کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار په غوړېدو دی

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۱۰
 کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار په غوړېدو دی

۱۴ تله ۱۳۹۸
کندهار چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنی او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په کندهار کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته لسګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.
په کندهار کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ کندهار ته راوړي دي چې دلته یې روزنه وکړی او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
په کندهار کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت له بېوزله کورنیو سره د شاتومچیو د روزنې وړیا مرستې وشوې. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.
د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې سبب شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
په افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرني سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت