کندهار کې د ریخک ناروغۍ د مخنیوي په موخه د څارویو د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۲۴
کندهار کې د ریخک ناروغۍ د مخنیوي په موخه د څارویو د واکسین کمپاین پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،  افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري په دې ولایت کې د څارویو ریخک ( لیونتوب ) ناروغۍ د مخنیوي په موخه، د پنځو ولسوالیو ۲۸ زره ۷۵۰ کوچنیو څارویو ته د واکسین کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
یاد واکسین به د کندهار په لرو پرتو غورک، ارغستان، نېش، لوړ میوند او خاکریز ولسوالیو کې د شپږو اوونیو په اوږدو کې د رسمی کلینیکونو او مسلکي داکترانو له لوري تطبیق شي، تر څو په نوموړو ولسوالیو کې مالدارانو ته د ریخک ناروغۍ څخه مالی او ځاني زیان او تاوان ونه رسېږي او د مالدارانو اقتصادي وضیعت وده کړي.
د دې واکسین موخه د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا، د ریخک ناروغۍ له وجې دڅارویود تلفاتو په شمېر کې کموالی، په لرو پرتو ولسوالیو کې د مالدارانو لپاره اړین واکسینونه چمتو کول، مالدارۍ ته په سالمه او روغتیا سره وده ورکول او د کوچنیو حیواناتو د مړینې کچې ټیټول دي.
ریخک یا د څارویو لیونتوب یوه وژونکی ناروغي ده، چې په څارویو کې د لیونتوب او اسهال لامل کېږي، چې په پایله کې د څارویو مړینه رامنځته کوي.
د یادونې وړ ده، چې دوه میاشتې وړاندې هم، د کندهارولایت د کرنې ریاست په هڅه او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، په کندهار کې د ۸۲ زره کوچنیو څارویو د طاعون او چیچک ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین پلي شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت