کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د کندلانو سیمې او د ژړۍ ولسوالی د عمري سیمې د چکډېمونو د ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.
د کندهار دکرنې ریاست انجنیر نورمحمد همکار وویل، چې دغه څارنه د چکډېمونو د ودانیزو چارو د کیفیت د ښه‌والي، د چارو د سم تطبیق او نږدې ارزونې په موخه ترسره شوه، او د پروژو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو یاد چکډېمونه د لوړ معیار مطابق جوړ شي او په راتلونکي کې ترې د سیمې اوسېدونکي اعظمي ګټه واخلي.
د چارواکو په وینا، دا مهال د کښته شاولیکوټ ولسوالی د کندلانو د چکډېم ودانیزې چارې شاوخوا ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي او د ژړۍ ولسوالی د عمري د چکډېم چارې بیا شاوخوا ۱۵ سلنه مخته تللې دي. تمه ده، چې د دغو دواړو پروژو پاتې چارې به په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندلانو د چکډېم پروژه د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو او د عمري د چکډېم پروژه د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي. دا مهال د دغو دواړو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د کندهار د کرنې ریاست چارواکي یې پر وخت او دوامداره څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت