کندهار کې د انارو ۷۹ ډوله ورایټیو څېړنې بشپړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۸

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څیړنیز فارم کې د انارو پر ۷۹ ډوله مختلفو ورایټیو څېړنې پای ته ورسېدې.
دغه څېړنې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې په لومړیو کې پیل شوې وې او د لړم میاشتې شپږمې نېټې پورې یې د وزن، ونې جګوالي، د مېوې غټوالي، د انارو د خوند، رنګ، دانو او نورو لابراتواري تجربو مختلفې برخې ارزول شوې دي.
د دې څېړنو موخه دا وه، چې هغه ورایټۍ وپیژني چې د کندهار هوا ته مناسبې دي او لوړ حاصل ورکوي. دغه کیفیت لرونکې ورایټۍ به بزګرانو ته ښودل کېږي ترڅو په خپلو بڼونو کې یې وکري او وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت