کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۲۵
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمود مظلوم لارښوونکې وینا ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د غورک ولسوالی او د کوچیانو د موضوع په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
په غونډه کي پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت