کندهار څخه څه کم ۴۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۵۶
کندهار څخه څه کم ۴۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوي

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال په اوږدو کې له لوی کندهار څخه څه کم ۴۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوي. د یادو صادراتو لویه برخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران ته لېږدول شوي، چې دا صادرات د سیمې کروندګرو لپاره د اقتصادي ودې او د عایداتو د زیاتوالي یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. د دې صادراتو په مرسته د کندهار بزګرانو او سوداګرو ته په اقتصادي لحاظ د پام وړ ګټه رسېدلې، چې له امله یې د دوی په ژوند کې هم د مثبت بدلون تمه کېږي.
 د دې ترڅنګ، د صادراتو زیاتوالي او د محصولاتو کیفیت د لوړېدو لپاره هم اړین ګامونه اخیستل شوي دي، چې دې کار د محصولاتو په ښه والي او د صادراتو په ډېروالي کې مهم رول لوبولی دی. دا پرمختګونه ښيي چې د کندهار کرنیز سکتور د ودې په حال کې دی، او له دې سره د سیمې کروندګرو ته نه یوازې د اقتصادي لحاظه ګټه رسېږي، بلکې د کار موندنې فرصتونه هم رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال په اوږدو کې له لوی کندهار څخه د پیازو، زعفرانو، او رومیانو صادرات هم د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي. د پیازو او رومیانو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلي، چې دا د بزګرانو لپاره یو بل د عایداتو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. همداراز، د کندهار زعفران چې په نړۍواله کچه د کیفیت له مخې ښه نوم لري، سږ کال یې حاصلات څو برابره زیات شوي او نړۍوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت