کندهار څخه د پیازو صادرات سږ کال څه‌باندې ۳۳ زره ټنو ته ورسېدل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۲۸
کندهار څخه د پیازو صادرات سږ کال څه‌باندې ۳۳ زره ټنو ته ورسېدل

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال په جریان کې له کندهار څخه دري دېرش زره او ۵۹۹ ټنه پیاز بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي. دغه صادرات متحده عربي اماراتو، هند، قطر او پاکستان ته ترسره شوي دي.
د کندهار کرنیز صادرات، په ځانګړې توګه د پیازو سږني حاصلات د کندهار سیمه‌ییزو کروندګرو لپاره د عاید زیاتوالي او د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي. همدارنګه کرنیزو محصولاتو ته په نړیوالو بازارونو کې نوی ارزښت او مقام ورکوي.
یادونه باید وشي چې سږ کال د پیازو په صادراتو کې د تېر کال (۱۴۰۲ هـ.ش) په پرتله زیاتوالی راغلی، ځکه تېر کال له کندهار څخه دري دېرش زره او ۱۴۹ ټنه پیاز صادر شوي وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت