کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو د قاچاق مخه نیولې ده.
د مسؤلینو په وینا، یادې غواوې د یو شمېر کسانو له لوري د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رادننه کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې ونیول شوې. د قاچاق په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي مسؤلینو هڅې زیاتې شوي دي او ټینګار کېږي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، ترڅو څاروي په قاچاقي ډول هېواد ته دننه یا بهر ولېږدوي. د همدې هڅو په دوام، یوه اوونۍ وړاندې هم د ۴۶ سرې غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه.


جلوگیری از انتقال قاچاقی گاوها از پاکستان به کندهار
۱۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین‌بولدک از انتقال قاچاقی ۱۶ رأس گاو از پاکستان به این ولایت جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسوولان، این گاوها از سوی شماری از افراد از طریق خط فرضی دیورند به‌گونه غیرقانونی وارد کشور می‌شد که در نتیجه اقدام به‌موقع نیروهای امنیتی ضبط گردید. همچنان در پیوند به این قضیه، سه تن نیز بازداشت شده‌اند که پس از فیصله محکمه، با آنان برخورد قانونی صورت خواهد گرفت.
قابل یادآوری است که در این اواخر، تلاش‌های مسوولان امنیتی در امتداد خط فرضی دیورند افزایش یافته و تأکید شده است که به هیچ‌کس اجازه داده نخواهد شد تا حیوانات را به‌گونه قاچاقی وارد یا خارج از کشور نماید.
گفتنی است که در ادامه این تلاش‌ها، یک هفته پیش نیز از قاچاق ۴۶ رأس گاو جلوگیری به عمل آمده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت