کندز کې څه باندې ۳۶ زره ډوزه حیواني واکسین ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۵:۳
کندز کې څه باندې ۳۶ زره ډوزه حیواني واکسین ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د اوو اداري واحدونو له ډلې د کندز مرکز د امام‌صاحب، علي‌آباد، دشت‌ارچي، چهاردره، خان‌آباد او قلعه‌ذال ولسوالیو پر سیمه ییز وټرنرانو د بروسلوز ۳۰ زره او ۸۰۰ ډوزه واکسین او د S19 پنځه زره او ۴۰۰ ډوزه واکسینونه وېشلي، چې پر څارویو پلي شي.
د کندز دکرنې رییس عبدالهادي قرلق پر وټرنرانو د یادو واکسینونو په وېش غونډه کې وټرنرانو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد واکسینونه د کړن لارې مطابق پلي کړي. هغه د وټرنرۍ لوی مدیریت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د واکسین د پلي کېدو لړۍ څخه په جدي توګه څارنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت