کندز کې لسګونو بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۲:۶
کندز کې لسګونو بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه 

۱۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د راه نوین ټولنیز او پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او امام صاحب ولسوالی کې ۸۲ بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ پر یادو۸۲ بزګرانو ۱۲۰۰۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز، ۱۶۴۰ کیلوګرامه توره سره، ۸۲۰ کیلو ګرامه یوریا سره، ۱۶۴ دانې ښاخۍ، ۸۲ دانې د اوبو شيندلو توکي او ۴۱۰ متره د سان تکه وېشل شوي دي.
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۴۶،۳ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز، ۲۰ کیلو ګرامه  توره سره، ۱۰ کیلو ګرامه یوریا کیمیاوي سره، ۲ دانې ښاخۍ، ۱ دانه د اوبو شيندلو وسيله او د زعفرانو د وچولو لپاره ۵ متره تکه وېشل شوي دي. 
پر یادو بزګرانو د زعفرانو د پیازو او کڅوړو د وېش موخه په دې ولایت کې د زعفرانو کښت ته وده ورکول دي، کوم چې د کوکنارو د کښت یو ښه بدیل دي او ترڅنګ یې د بزګرو کورنیو او بې وزلو مېرمنو عاید لوړول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت