کندز کې د یوریا سپرې او د بوټو آفتونو او ناروغیو پر ضد د مبارزې کمپاینونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۰
کمپاین‌های سپرې یوریا و مبارزه با آفات و امراض نباتی در کندز با موفقیت پایان یافت

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې مدیریت کارکوونکو له خوا د یوریا سپرې او د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د مبارزې کمپاینونه، له پراخ او منظم تطبیق وروسته، د دې ولایت کې په درېیو ولسوالیو کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
یاد کمپاینونه د بڼونو د ساتنې، د نباتي آفتونو له امله د زیانونو د کمولو، د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو او بڼوالو د معیشت د ملاتړ په موخه پیل شوي وو. دغه پروګرام په ۲۰ کلیو کې عملي شو، چې په ترڅ کې یې ټولټال ۵۸ زره او ۹۵۳ مېوه لرونکې ونې د یوریا سپرې او د آفتونو او نباتي ناروغیو پر ضد د اغېزمنو کنټرولي اقداماتو تر پوښښ لاندې راوستل شوې.
همدارنګه، د دې پروګرام د تطبیق پر مهال د کندز د کرنې ریاست تخنیکي کارکوونکو ۱۶۱ تنه بزګرانو او بڼوالو ته د نباتي ناروغیو د پېژندنې، د مخنیوي لارو چارو، د کیمیاوي درملو د سم استعمال وخت او طریقې، او د آفتونو پر ضد د اصولي مبارزې په اړه لازمې روزنې او پوهاوی ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د راتلونکي کاري پلان له مخې، د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست به د سلواغې او کب په میاشتو کې د ژمنیو تېلو او لایم سلفر د جوړولو، د استعمال طریقې او د هغو د اغېزو په اړه نورې روزنیزې برنامې هم په بېلابېلو سیمو کې تطبیق کړي. په دغو برنامو کې به بزګران او بڼوال له تخنیکي لارښوونو برخمن شي او د ژمي په موسم کې د بڼونو د ساتنې لپاره به عملي مشورې ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت